

اشرف خان هجري
چې پیدا په دا فنا هغه څهرې شوې
د ګردون چړې یې حلق لره تېرې شوې
ډېرې ښې څهرې سپهر پرورش کړې
عاقبت د تور لحد خاورې ایرې شوې
د ژوندون مدت مثال په نور څه نه دی
نمونه یې د بادي حباب دیرې شوې
په انګن د چا اواز د ښادۍ وشه
چې یې نه په غولي بیا د غم سورې شوې
چا چې نه کیښوې څیرې له کبره سمې
په دا زمکه تار په تار هغه څيرې شوې
راشه وګوره ماڼۍ د هغه تېرو
سر په ښکته څرنګ توی په ایرې شوې
زه بنده وداني څه شکل په دنیا کړم
ودانۍ د ملونو وینم چې خورې شوې
د وصال په میو مست بېغمه ناست وم
تر ما تېرې د هجران د غم پرې شوې
د ښادۍ وار به قایم په چا پرېنږدي
چې حسد لره پیدا د چرخ پیرې شوې
د هیچا دانش اګاه په اسرار نه شه
د هوښيارو په حیرت اوبه زهرې شوې
د خالق اسره پردیس لره کافي ده
که خورې یې د فاني دنیا اسرې شوې
هجري نیت د ودانۍ په دنیا مه کړه!
ګوره خونې د یارانو چې میرې شوې