

اشرف خان هجري
غره مه شه په وصال پسې بېلتون دی
چې لښکرې د موت ګرځي څه ژوندون دی
زرد و خشک به ګاندې خور د باد په مخ شي
نن ښادي په دا کشت مه کړه که زرغون دی
که تابوت د غلیم ووینې خوښ مه شې
نهایت په دغه لار د هر چا یون دی
هر جاهل چې ستیزه کا له نیکانو
وایه خوار به شي اخر بخت یې نګون دی
که ته زنګ د شک په زړه لرې نادانه
لوی شاهد په دا قصه حال د قارون دی
په تور زړه کله تاثیر کاندي پندونه
جاهل زنګ د حبشي وعظ یې صابون دی
نادان څر کا لکه ستور فکر یې نشته
د دانا خواړه همه د ځیګر خون دی
د عشق نام به یې باقی وي تر قیامته
که تېر شوی تر دنیا وار د مجنون دی
زه د یار له عشقه چرته ګریز وکړم
چې داغ کړی مې د زړه د اس پتون دی
نن دې پند ځکه تاثیر نه کا واعظه
ما د عشق سبق په زړه کښلی پرون دی
د هجران غمونو زوړ هسې پردیس کړ
چې حلقه همېشه پروت په رنګ د نون دی
په اشعار یې د پښتو فارسي تیری کا
که هجري په ذات خټک د روه پښتون دی