

اشرف خان هجري
د بوسې وعده همیش یار په فردا کا
زړه زما کله باور په دا وینا کا
چې هوس کا نن د ګاندو په کارونو
عاقلان په هغه کس پورې خندا کا
یار اګاه نه دی د دهر له نیرنګه
لا رښتیا په زړه کې نه لري دغا کا
هومره ناز د زیبا مخ په حسن مه کړه
خزان ګوره څه شکل هیڅ د ګل صبا کا
ته له کبره چې له ما سره دروغ کړې
زمانه به د عمل جزا در بیا کا
د وصال په ملک اسبا ب د عیش ډېر وي
ولې زر یې د هجران لښکر تالا کا
د ګل مخ ته هرګز مه ګوره بلبله
جدايي به دې تازه زخمونه لا کا
په صلاح به بلبل ګل کله رخصت کړ
د خزان باد یې په وزر ځبله جدا کا
د سبا په امید ډېر په ارمان لاړل
نن به څوک باور د عمر په وفا کا
چې په طمع د ژوندون ته فراغت کړې
شین سِپهر فرصت کله د بقا کا
نن نوبت د یوه کار په جهان وینم
ګانده بله چار څرګنده په دنیا کا
بیجاپور هجري په خوب لیدلی نه وه
اخر پېش شي هغه کار چې یې قضا کا