

اشرف خان هجري
د دنیا خونه د باد په مخ ایرې دي
پاینده چارې هورې دا مسخرې دي
دا زیبا څهرې چې وینې په دنیا کې
نن خندا کا لکه ګل صبا خورې دي
زړه پرې مه تړه هرګز که هلک نه یې
بود یې نشته د فاني حباب دیرې دي
تش هوس یا خام امید یا توهم دی
یا په خوب کې بې وفا ښکلی څهرې دی
چې بیدار شول په دا دار د مسافرو
د هغو سر ته د مرګ تورې تیرې دي
ستا اصلي وطن هورې دی مسافره
په ناحق دې زړه دلې کړی اسرې دي
هغه واړه په ارمان له دنیا لاړه
چې یې نښه دلې پاتو منارې دي
ته له مرګه هومره ډار په کوم سبب کړې
دا چې لاړه له دنیا همه هورې دي
بوالعجب کارونه هر نفس پیدا کا
د دې شنه سپهر هسې رنګ پیرې دي
چې په مهر یې ماڼۍ چا ته عطا کړې
له بیداده یې هغه ماڼۍ سپیرې دي
هجري لوری د ښادۍ په جهان نشته
هر طرف چې غوږ کوې د غم سورې دي