

اشرف خان هجري
چې لیدلی مې د یار د مخ فروغ دی
که څوک کا د ماه صفت وایم دروغ دی
ته چې منعه کړې زما د یار له لوریه
ملامت نه یې واعظه زړه دې روغ دی
ښایسته په دنیا ډېر کمی یې نشته
ولې نن حسن د یار په جهان طوغ دی
د محبت په بازار قدر د بند نشته
قیمت نه لري هرګز دیرینه دوغ دی
د واعظ وعظ سود نه بښي هغه ته
په ګردن کې یې پروت د مینې یوغ دی
نور له وعظه ژبه ونیسه واعظه
نصیحت ماته بتر تر بد اُروغ دی
چې لانه دې د هجران اندوه خوړلې
هجري زړه دې د بهار تر څنګه شوغ دی