

اشرف خان هجري
تورې سترګې دې نصیب کا ښېوه ګرې
ښایسته ډېره غره یې جفاګرې
په یوه نظر یې زړه له ما نه یوړ
دواړه سترګې دې جادو کا مقامرې
د وفا وعده دې نه وینم جافي یې
نورې مه غواړه په ما لوړې ژورې
عاشقان د حسن چا لیده بېغمه
دایم غواړي د ذلت لویې کمرې
ستا د لبو خواږه څه سره مخی کړم
ورته هیڅ شیرین عسل ترې شکرې
باد پلو لکه غبار له سما دور کړو
ماه و لمر دې هویدا ستوري لښکرې
تبسم دې توره شپه روشنه ورځ کا
په لعلونو که ښکاره کړې ملغلرې
چې نسیم دې په شمیم زنده ریاض کا
څه عجب که مړ ژوندی کړې په خبرې
دا بیسر موتي دې ښوري اشارت کا
خپسر مه سیزه په اور مئینه لرې
مواعظ زما دی پیر زه یې شاګرد یم
مواعظ دې کینې نه کا سره ورې
که له یاره سره دست و ګریبان شي
د روهي په زړه به نکړې غمه پرې