

اشرف خان هجري
که ښه مخ و ته دې ګورم رشک د یوح دی
نازک تن یې لطیف هسې لکه روح دی
د مخ زیب یې هیڅ محتاج د صفت نه دی
د جهان په ښایسته و کې ممدوح دی
د ښایست بیان یې نور مه کړه خاطره!
څه صفت د هغه حال کړه چې وضوح دی
له هیچا مې په دنیا مینه ونکړه
څو یې تاب د عشق زما په مخ مفتوح دی
زه به حال د خاطر څه وایم و چا ته
چې یې درد د عشق په دهر کې مشروح دی
ښه چې مینې یې اهو کړمه له خلقو
په دنیا کې مئین یار زما فتوح دی
د دوزخ د عذاب هور د مردودانو
په دنیا د هغو برخه چې مجروح دی
سر تر پایه چې یې ګورم حیراني ده
عجب څيز هویدا کړی پاک صبوح دی
د وصال مرهم پرې کیږده چې صفا شي
په ناوک مې د فرقت خاطر مجروح دی
ته یې قصد د وژلو مه کوه ګردونه
په چاړه د هجر خود هجري مذبوح دی