...

اشرف خان هجري

چې اغاز په سحرګاه د شاه نوبت کا

را په یاد د هغه تېر عمر نوبت کا

کوس جفا د اقبال وايي له اکبره

بیا قیصه د جهانګیر د سلطنت کا

قرنا خاندي په قهقه د حال په ژبه

التماس له عاقلانو د نصفت کا

په ګفتار که یې نقصان د کذب نشته

معتبر شاهدان تېر د شریعت کا

یعنې وار د زوی یې نن پرون پدر و

ګوره څوک به صبا شاه د مملکت کا

دبدبه د اقبال چا ترسره نکړه

اورنک ولې په اورنګ هسې نخوت کا

کوس قرنا اګر چې یاد کا د وارونو

ولې نای هر ګوره سوز په حکایت کا

ډېر مدت بنده له نایه مقرب شه

شب و روز یې دا اواز مصاحبت کا

بل کلام له نایه ما شنیده نکړه

سر په سر واړه له هجره شکایت کا

ګاه خوبۍ د سکندر له دوره وایې

کله یاد د فریدون شان و شوکت کا

ګه نسبت د ضحاک نوم کا په جورونو

ګه رحمت رحمت د نوشیر په عدالت کا

ګه د جم حسرت د جام له هجره وایې

ګهې یاد د بخت نصر شقاوت کا

ګه شکوه له شیطاني غروده کاندي

ګهې کوږ فرعون یاد په حقارت کا

ګه ګیله کاندي له وصله له بهاره

وایي نه لري بقا په تله سرعت کا

یعنې غم واړه وصال دی په دنیا کې

بیهوده شکوه وګړي د فرقت کا

زه یارۍ د بیلتانه په اور کې وسوم

رب دې ورک بیهوده کار د محبت کا

زه بنده په ځای ولاړ هکو پکو شم

چې سُرنا بیان د وصل مذمت کا

په هر زړه یې ویل ځکه تاثیر کاندي

چې یې ژغ اسرار پيدا د حقیقت کا

د خټک بنده سوګند د یار په سترګو

که هرګز سرنا بې ځایه نصیحت کا

که د حال په نظر وګورې خټک ته

ورته یاد هغه د تېر عمر لذت کا

په څو رنګه ناله وکه له دورانه

یو په یو خو به یې بیان د ولایت کا

باغ و راغ راته حساب که له اوله

بیا بۍې د وطن یاد کوی و محلت کا

د هر مخ هجر چې داغ زما په زړه دی

دم په دم راته مثال هغه صورت کا

په اظهار د دې مذکور د سرنا څه دی؟

خو زما په ناله خوښ شه اشارت کا

خپل نصیب له هسې یاره مصاحب کړم

چې مې کسی بې اوبو وي ملامت کا

ته به څرنګ فغان نکړې اې خټکه!

چې اشنا ستا په ژړا و بشاشت کا

کاڼی هم په نوحه نرم د هجري شي

چې تر زړه د ګذشته دور صحبت کا