

اشرف خان هجري
د مجنون د مینې دور اوس قضا دی
نن زما له عشقه وایه وار زما دی
وار په وار له تیرو دور په ما راغی
ګاندې نه یم زه خبر چې وار د چا دی
سل داغونه یې په زړه له دنیا لاړه
فریدون که منوچهر که کسرا دی
کاروانونه په لار ځي دایم یې وینم
منزل ګاه د دنیا سرای وطن اُخرا دی
اوس صفت د یار له مخه کړه مطربه!
زیبا تن په ګور کې خاورې د لیلا دی
لکه زه د عشق په کار تر وامق تیر یم
یار مې هم فایق په حسن تر عذرا دی
د ارمان غشی به لک په ځيګر یوسي
هر زنده چې پیدا شوی په دنیا دی
څوک چې ناز په وصال کا د ښو یارانو
د هجران عذاب هغو لره پیدا دی
د وصال دور که خوږ د چا پرې څه دي
چې یې نه پریږدي قرار هجر بلا دی
عاقبت به هجر واړه یاران بېل کا
هسې نه چې یو خټک غریب جدا دی
زه هجري دایم هوس د خپل وطن کړم
بیجاپور که هر څو ښه د اورنګ شاه دی