

اشرف خان هجري
په ما مه کړه ملامت زړه مې فګار دی
جدایۍ راباندې کړی پټ ګذار دی
روغو څه لره بېځایه پېغور کاڼۍ
سترګې ځکه ژړا کا چې زړه بیمار دی
د ناستي زمکه مې هسې اوښکو سره کړه
ته به وایې باغ زوولې لاله زار دی
خوبه مه راځه نزدې پکې په ډوب شې
تر چشمانو مې د اوښکو شړه هار دی
پښې مې څه څشکل ترې دو د یار په لور کا
تر بندونو یې ولول وینم تور مار دی
ما به لاس پورې په ګل د وصال نه کړه
که مې زده وي چې یې مل د هجران خار دی
د ګور خاورې به یې وران په جدل نه کا
ما د زړه په تخته نوم کښلی د یار دی
راشه حال د پردیس وګوره په سترګو
چې بې تا نه لا نری د موی تر تار دی
د وصال امید کوي ګانده به راشي
نن خو جنګ راسره کا د هجر وار دی
خاصیت د جهان هسې رنګ لیده شي
ګهې وار د خزان وي کله بهار دی
په دعا یې یادوئ د روه طوطیانو
بنده هم په دعا یاد لیل و نهار دی
بیجاپور به هجري څه کا وه یارانو
د قضا علاج پرې نه کیږي ناچار دی