

اشرف خان هجري
د سپين مخ جلا دې هسکه تر سما ده
له جلا دې حاصل کړی لمر ضیا ده
لمر دې نور له نوره مومي دی له ګوتې
تر لمر ځکه مجلا د شصت بریښنا ده
د مړوند په شغله زړه په زلزله کړې
دا روش چې توره کا شاګرده ستا ده
مخ او زنه دې د څه سره مخی کړم
چې تر ګل ډېره هغه زیبا صفا ده
چې هیڅ ډار له مرګه نه کا عاشقان دي
چې یې ډېر په کوهي ډوب زنه د شا ده
که یې سترګې اماده و جنګ ته نه دي
په تِرکښ یې لینده پاس څه مدعا ده
اژدها یې نګهبان مخ یې بهار دی
لاس چې ګل لره وروړي زهره د چا ده
چې جفا په وفا کاندي خوی د شاه دی
چې وفا کا په جفا مینه زما ده
و اوربل دې بل که اور په عاشقانو
د ده هم ځکه اخر خونه بیدیا ده
اوربل تور له اصله کله وه خټکه
له اهونو یې حاصله دا سودا ده