...

اشرف خان هجري

د یار نوم چې تل په ژبه ګرځومه

په عزیز نامه یې ډاډ د زړه کومه

صبوري له هسې یاره ده مشکله

چې یو دم یې بې دیدنه نه پایمه

توبه څشکل په دروغ کوم واعظه

چې د زړه روغه له صبره نه وینمه

طبیبانو لاس په سر کړو له علاجه

چې د رنځ دوا مې نشته خو به مرمه

وله زړه مې په دلبرو پسې زغلي

خپل یې نه کا په غریب بله مهدمه

تورې زلفې په مښکي دا نو زندۍ کړه

حاجت نشته چې دانې پرې وکرمه

نهایت به دېوانه په دانو راشي

ستا د زلفو په زنځير به یې تړمه

د هوس په سیند لاهو اثر یې نشته

د نشان طلب یې کړم که یې مومه

عشق له شش جهته بت په هوا ګرځي

زه د تن له بنده څه شکله ووزمه

هر زمان یې په همت طلب ته جوړ یم

د رفتن طاقت مې نه چې پسې ځمه

د حیات رمق مې شته ځکه بېخوده

لکه پروت زخمي هوسی لتې وهمه

حیات سل ځله پیدا تر هسې موته

چې د خپل صنم په یاد خپسر شیندمه

نور بدن یې رعیت قلب یې بادشاه دی

ناصلا چارې چې کا ځکه یې وړمه

ما هجري په دا فتوه د ده باور کړو

چې خاکي قفس ته شا کړم هست به شمه