...

اشرف خان هجري

په خاطر مې ستا د هجر بیماري ده

په راتله تغافل مه کوه زاري ده

دروغ نه وایم بې شکه باور وکړه

حیاتي په دور بې یاره خواري ده

نهایت یې بهادر د هجران پۍ کا

چې په اس د وصل کړې چا سواري ده

د دوزخ عذاب چې ګورم په کتاب کې

نمونه یې د یارانو ویزاري ده

چې عذاب شتاب مې ولیدل د هجر

په دنیا کې عبث چار وايي یاري ده

له ما طمعه د هوش مه لره عاقله

اندېشه مې د فرقت په زړه جاري ده

زما زړه به نور صاحب د عیش نشي

چې د عشق په نرد یې کړې جواري ده

د ښادۍ طمعه هرګز له دهره مه کړه

د ارزو په ژبه نیش د مزري ده

ما هرګز ښادي په خوب نه ده لیدلې

څو د زړه په سر مې کوزه هوښياري ده

ګذشته عمر خیال که خوب لیده وه

همه شپه مې په دا فکر بیداري ده

هغه دور هغه وار څه شه یا ربه!

په دا کار حیراني ډېره د هجري ده

په غشوه یې غلط مه شه شوهر وژني

دنیا ټګه روې ناوې بازاري ده

دانا ځکه ناز په داد د فلک نه کا

چې پېشه یې همېش مکر و عیاري ده

اې هجري ته چې لذت د قرار غواړې

په دا ورانه دنیا چیرته قراري ده