...

اشرف خان هجري

ښه زمان وه د شباب لکه باد تېر شه

خراب دل مې په افسوس له غمه زیر شه

شباب خوږ حاکم عامل زما په تن وه

په تغیر عمل یې واړه په بل پیر شه

بیا به وخت د کودکۍ پیره و نه کا

بس ارمان مې په خاطر لکه شمشیر شه

غمه ځکه مې ګریوان د نشاط نیسي

چې خبر د مئین نه را درومي دیر شه

د یار نوم مې په زبان غم یې خفه کړم

لکه وړکی د مکتب سبق مې هېر شه

هجران څه غیبي افت دی په ګوګل کې

چې اثر یې په رنځور وېښته د شیر شه

واړه غم راته دوڅار کړو رفیقانو

نوبهار د وصل لږ هجر یې ډېر شه

ډېر فراق مې نظر کم کړو له چشمانو

که غبار د فرقتونو دی اندهیر شه

زه خټک په چا خوږې کړم سترګې خپلې

تور ګوار پکې میشته نوم یې حبیر شه

د طوطا خصال له ګربه مونده نشي

شړشم هم زردی لري د ګل په څیر شه

زندګي یې تل محنت مکان یې خاورې

دنیا سجن د بلا سړي پرې ګیر شه

هغه خوږ ریاض څرګند کړې و خټک ته

چې په لار یې نوم د خاورو شکر ډېر شه