

اشرف خان هجري
بړ بړ راغی هغه یار چې مې پکار وه
له جهانه مې پکار هغم دغه یار وه
که یو دم یې تغافل وي په راتله کې
تار په تار مې ورپسې د عمر تار وه
چې مشعل یې هویدا شه د رخسارو
په هر لور یې ګریزان د هجر تار وه
چې یې لاس زما امیل د ورمېږه کړه
له نشاطه مې د سترګو در نثار وه
هلته یاد د ګذشته غمونو هېر شه
سر له سره وار د بوس او د کنار وه
نن سحر یې په چمن کې خوش ګویی کړه
عندلیب په ګلو ناست په سر د سار وه
ښه نوید یې په ما کړو چې یار دې راغی
چې مې دل مئین د یار تر نوبهار وه
ډمه غوږ د رباب تاو زخمه پرې کیږده
بې له یاره سرودنه همه بیګار وه
له نظره یې هجري هومره کیفي شه
چې تر مستو مفرح ولې هوښيار وه