

اشرف خان هجري
د شفق سرخي په شام ده ګوناګونه
که کاکل دې په څهرې کړه ولونه ولونه
تا شانه ځکه په څڼو باندې کېښوه
چې جلا کړې د وله زړونو ښارونه
چې دې لاس په کشته وڅکاوه په زلفو
د زنخ په چاه دې پټ شول همه زړونه
کجه کجه په ناز درومي فهم بویه
لاندې نه کړې تر قدم د مخ مارونه
په دا دور شاهه ته یې د ګلرنګو
نورې جونه په چا ولې کا قینجونه
سکر ستا له سترګو میو دروېزه کړه
هر نګاه دې ځکه تل کاندي خونونه
دومره مرجان دې د هجري په لبو کېږدي
په تش چپ دې مسته نه کاندي جنګونه