

اشرف خان هجري
برایه مې په زړه میشت غم د دلبر وه
نه شکي شوم په ماښام نه یې سحر وه
نه مې ژغ د سپیو واورېده په غوږو
نه پیدا د چرګ ندا نه یې اثر وه
لا مې غم په دهر غم کړو ژغ یې هېر شه
یا یې تن زما د اه په وینو تر وه
په شماره یې اسم یو چې غم باله شي
تعینات ورسره ډېر څړه لښکر وه
د ستم لاس یې دراز کړو په هر لوري
عیش و صبر یې تالا کړو زورور وه
د شتاب سبق مې واغست له نسیمه
تر قدم مې د عشق لاندې سم و غر وه
په طلب مې د غبرا چولونه طی کړل
د فکرت سرنګ مې سر په بحر و بر وه
موافق رفیق مې بل د لارې نه وه
مګر عشق مې مقدم چې ښه رهبر وه
چې اثر د یار پیدا په جهان نه شه
کیفیت مې د احوال همه بتر وه
نهایت یې مخ څرګند د زړه په سر کړو
بنده لرې ځکه ته چې بې خبر وه
یار وه ده ته مقرب تر شه رګونو
هجري چیرته بېهوده په عالم سر وه