

اشرف خان هجري
نن غوغا وینم په ده قیام قیامت شه
که څرګند یې په کوټه د سام قامت شه
سور لباس یې پوشیده بڅری لونی
که لمبه له سقفه ځي په بام افت شه
د شاه حاء و سین و نون یې مشاهد که
هر دو کف یې په دعا لام اقامت شه
وله زړونه پرنده خال یې دانه دی
په سین مخ یې د طرو دام قباحت شه
بیدلان د غم په ډب کې سکرات کا
محبوسان یې شکر کا چې مو راحمت شه
حدیقه یې له قدمه رنګینه شوه
مخلِد یې په ګلزار دام صباغت شه
رومي تل په دو د سترګو بیزلله
په خرام یې د نیلي تام نزاکت شه
سور پېزوان یې مسرت کا په لبانو
سمندر غوندې یې اور مدام راحت شه
دوه حرفي بوسه مې غوښته معاتب شه
په ساري جهان شهره دام اقالت شه
ځکه تل سرونه ډېر نته یې کېښوه
مکاني یې بیسر نام په نیابت شه
چې د عشق سورو یې تاخت راباندې وکړو
تر شکیب مې اول ننګ و نام غارت شه
د وصال په امل تل هجري تازه دی
که یو دم د هجر ډېر تر عام طالت شه