

اشرف خان هجري
که هر څو مې د خاطر مینه په تا ده
د هستۍ بهره یې نه وینم فنا ده
ستا دیدن به زما څشکله روزي شي
نه همېش په دور زه نه ستا بقا ده
د فرقت خونه پنبه د باد په مخ شه
له جفا یې په عالم ګډه غوغا ده
دوه مئین به سره پرېنږدي په رب ګو
د بقا اندېشه مه کړه ناروا ده
چې هوس په یارۍ کا لاهه یې څه ده
یو نفس په دیدن خوش تل یې ژړا ده
ځکه غم د یار کوم قرار مې نشي
ما لیدلې د ګردون ډېره جفا ده
ما و یار به نهایت هسې جدا کا
لکه نن مجنون کجا چیرته لیلا ده
موړ به نشي په کشتن د عاشقانو
چې یې سعد په نس ډوب بلا سما ده
هر ستم چې فلک کا چاره مې نشته
په قیامت لمن د ده منګل زما ده
د فرقت له باره نن لکه لینده شوم
لا به څه شي د وصال طمعه صبا ده
یو ځل سترګې روبرو په هغه مخ کړئ
چې مې خونه د خاطر پسې تالا ده
صفا بوی یې له کومه نن په دکن راغی
سر په سر یې مښک و ناب همه هوا ده
باد د یار له زلفو شم راوړ و له روهه
که اصلي نافه عطارو کره وا ده
هجري تا په شکایت هجر بدنام کړو
اشنايي اور لګوي توره بلا ده