

اشرف خان هجري
ته به څو پایې زنده په دا ویجاړه
په دا لار چې ته ولاړ وګړي تېر شه
البته به پسې درومي پاتې واړه
لږ اثر د تېرو غواړم مونده نشي
قافله یې په کوم لور و چیرته لاړه
د یارانو په سینو ماڼۍ بنا شوې
ستا به څو وي د صورت ماڼۍ ولاړه
چې عبرت د همسا له مرګه نه کا
هغه زړه کودری بوله بلکې تراړه
هیڅ وفا د دهر شته پکار یې ځير شه
په لاس ومږي د عقل سترګې دواړه
هغه شاه چې یې سریر باد په هوا وړه
ځان یې خلاص نه کړو د دهر له لتاړه
که وفا له دهره غواړې یو ځل ورشه
شولې لو کړه په لاره له وچه کاړه
په دا باد عمل به هله ارمان وکړې
چې د مرګ هاتهي دې کیږدي په نس داړه
تل په زمکه مردان وي سیس به دې زر کا
که مشتاق د سړیتوب یې ویې غواړه
دا فنا مکان د غم ښادي یې نشته
که ښادي د بقا غواړې ژاړه ژاړه
په تور زړه به اثر وکاندي پندونه
که باران کا تړه نرمه له پهاړه
هر سړی چې په اسرار د کار خبر شه
تر اطلسو خوښوي کنبله شاړه
د هجران باد یې وهي خو به یې مات کا
د هجري خاطر باریک د ګل تر ناړه