...

اشرف خان هجري

په ښه مخ یې څڼې نکړې کجکونه

بل پیدا یې کړه مئینو ته مرګونه

مجالس بېغمه مه کاڼۍ یارانو

د قیامت د لارې اخاڼۍ برګونه

ډمې واغسته صندل په سر یې کښل کا

اماده یې کړل د موت دستکونه

د ښایست پوله یې چیرته ده عالمه

نه باور پرې ګماني شه نه شکونه

پیوسته یې د مخ لک رګه پیدا دي

هر یو رګ یې بها کیږي په لکونه

لمر دې هله دعوه کاندي ستا له مخه

که له تنه کا پیدا سیاه رګونه

خو به ډېر سره جدا کا بې خنجره

بیا په سر د ګوتو یون کاندي ګلګونه

د سالو لمبه یې تېره تر سما ده

نه به ښار سالم پریدي نه ډاګونه

زه به څشکل روغ وتم د شاه له کویه

چې صدها یې په در مړه بلکې زرګونه

چې روشن د ښکلو جونو په مخ نه وي

ویرانه ګڼه ودان همه ملکونه

هجري اس د شوق تېز د یار په لار که

په ارمان یې هجر وښوول تنکونه

چې امید په ډاډ د عمر کوي لواړه