

اشرف خان هجري
که د حسن جونو نه درلې ګنجونه
نه به کبر ورڅخه وه نه قینجونه
خو یې مخ همه ګنجور د صباحت دی
پرې مارانو ځکه کړي دي پیچونه
ما چې زړه و یوه ورکړو د بل څه دی
په یوه شهر دوه چا لیده راجونه
نن یې سترګې په رنجو کړې مار به وکا
ترکو غم لره په آس وکړه سرجونه
د ښایست جوړه یې نه وینم په دور
د غبرا مې څلور وغښته کنجونه
بیا یې زلفې هسې تاو کړې په عذارو
لکه جنګ ته مهیا د زنګ پوځونه
د ښایست په نرد یې واړه منقش دي
شش و یک مهر د چرخ دو شش برجونه
ګوره کله به ناظر په هغه مخ شم
چې مې کډه د زړه کا پسې کوچونه
اول ورشه مخ یې وګوره ناصحه
پس و ما ته وعظ کړه په مخرجونه
هر چې ګډ د عشق په ډب رهايي نشته
یم یې بس د سمندر لري موجونه
دریغه نه وي هیڅ بلا د ګلرخانو
په بدل یې تل د روغو وي رنځونه
په دکن دې ږیره سپینه کړه مهجوره
په ګذشت به یې هۍ کاندي زلمي جونه