

اشرف خان هجري
چمن شنې جامې په بر د هر پسر کا
لون لون دستارونه ور پسر کا
دا اودی زنبق پسر کا ململونه
د سوسن په کله جوړ اودی معفر کا
د لالا په لاس پياله ورکړه د میو
د هوس داریه پکف د نیلوفر کا
مکلل افسر د تاج په هامه کېږدي
کروفر یې شرمنده شانه پسر کا
لوی هلک د چمن واړه رنګینه دی
لا ښیوه په زرو کا شمله ګلمر کا
صد زبان مګر د ګلو ښه طغیان دی
چې قبا یې مرمری څهره د زر کا
په جلوه د ګلو مړه زمکه تازه شي
کل عالم یې له نوروزه کروفر کا
بضاعت یې هسې بریښي له زینته
چې رونق یې د لباس خیره اختر کا
د ضیا تیغه یې سر په فلک کېږدی
د هر ګل روشني ګل شغله د لمر کا
همه شاخ د ونو سپین په شګوفه شه
وله هر ورق تیره لکه خنجر کا
د قدرت عطار یې تن هسې فخور که
چې برتو یې د چمن خاورې عنبر کا
په دیدن یې د هر چا کره نشاط وي
مګر غم شي په سِپهر چې اختر کا
له عذارو یې ګونه د ریاض څه شی
لکه شین مینا په نس د زر دختر کا
له ازله د جمال زیور قسمت شه
د خپل مخ په حسن کبر هر دلبر کا
د میرې غاړه نازیږي په اوږیو
بډه خان فخر په ګل د پیغمبر کا
رابیلی چنبه کهنه د ریاضونو
مستې جونه خیال د زرو په زیور کا
کړمار غر یې په حسن د ګلرنګو
نولکی ایلم دماغ په صنوبر کا
میرکلان د خان په اسم مفتخر شه
د ښه مخ غوندې په لوټ کبر خیبر کا
سر یې ځکه مساوا که د فلکه
د رندانو ځای په توره لواغر کا
که دا شعر عنادل واوري په غوږو
په یقین به مې استاذ بلکېپدر کا
د ځيګر وینو یې جوش وکړه له سترګو
د هجري سترګې سپیرې په موج یې تر کا