

اشرف خان هجري
چې دې کېښول په ښه مخ د زلفو ولونه
مهیا دې خوږو زړو ته کړل ځيلونه
په دا دور میره ته یې د ګلرنګو
په اختر مې واړه ولیدل ټولونه
ماته ماته په لار ولې ځې دلبرې
ګوندې زور دې په تن کا د سر شالونه
ستا په رنګ لون د ګل په ریاض نشته
را معلوم دي یو په یو د باغ ګلونه
سر و مال یې تر یوه نګاه فدا شه
که راضي دی یار په سر یا په مالونه
هر خاطر قباد د وخت دی خسروي کا
چې په چاه د ذقن بند دی لکه غلونه
لوګی تل د اور په سر باندې شمله وي
په رخسار یې هغه شان ګڼه خالونه
د بڼو په تیر یې دړې دړې مات کا
که هر څو مضبوط د صبر وي ځیلونه
نازکي یې د قد زیاته تر هغه ده
چې یې وصف څوک ادا کا په کالونه
یو صفت یې د خوبۍ له ما نه واوره!
په څو رنګه یې عالم کاندي قولونه
تل قدم د ګل په سر کیدي له قسته
کوږ یې نه کا یو ورق د ګوشو پلونه
هجري څو لارغه دې وکړه په دکن کې
په کاته جونو ږلۍ کړه اوربلونه