...

اشرف خان هجري

برایه مخ راښکاره د هغه ګل شه

له فروغه یې فروغ د چراغ ګل شه

د اهوو له مستۍ چې یې خبر شوم

لباسي راته ښکاره سکر د مل شه

ستا د زلفو خوبۍ هسې شرمنده کړه

چې وطن د سرو کمرو د سنبل شه

مخ دې هومره ګل په اور د حسد وسو

قرار نه کا په ریاض جوګي راول شه

نن په اور د هجر دوه تنه ورتیږي

د اشنا له درده زه د ګل بلبل شه

د اوربل لښکر دې مات شه له دړیو

له جبینه ځکه لاړ ګډ په کاکل شه

ګل که هر څو مطرا خو یو باله شي

یو بې سر دې په بیني په کوس یې ګل شه

یار به کله هومره دور وه له خټکه

تر دا میان فتنه کوي بلا چغل شه

نیرنګي د جهان ګورئ زمانیو

د هجري مکان دکن جان په کابل شه