

اشرف خان هجري
چا به ورنکړو دا زیب په ډېره مرسته
په نامي نام یې نامزد شه له السته
د قضا کارکن یې قد هسې موزون کړو
چې تر حده نه لږ هسکه شوه نه پسته
چې شکست یې تل شکست کوي د زړونو
ډار یې بویه د زلفینو له شکسته
زه د ګل مینې کشان بوتم چمن ته
تر مالا اول په باغ وه می پرسته
له مستۍ هسې غلطانه په یانه تله
چې یې ګوته تشه پاتې شوه له شسته
بس چې مسته کړه مستۍ د مستو مسته
د مستۍ باده یې ولوېده له دسته
چنار ټولې پنجې پرانیتې له شوقه
د بلبل په صوت یې لاس وهل له قسته
ما د ګل تماشه کړه بشر مې ولید
ګل یې خس شه د ښه مخ له بندوبسته
ګهې دا هنګامه جوړه په ریاض شي
بلبل مست ګلونه مست صنمه مسته
نندارو لره را درومۍ زمانیو
دا ښادي په ریاض تل نه وي پیوسته
زه خټک له یاره بېل دنیا به څه کړم
که دایم وي په دا روغ وګړي هسته
هجري یو ګذر د یار په کوڅه وشوې
چې پرې وکړي له هوسه یو څو جسته