

اشرف خان هجري
د ښه مخ ضیاء دې پس کړو مهر و ماه
د عنبرو نرخ دې څڼو کړو تباه
اوږدې زلفې دې کوتې شوې په تاو کې
اوس به لوی عمر د یار کاندي کوتاه
سپک نظر عاشق ته مه ګوره مزری دی
خو و تا ته زړه عاجز کړو تر روباه
ولایت د حسن ستا دی مبارک شه
ته امیره په ښایست جونه سپاه
خو به ته متناهي کړې د نورو څه دي
چې نصیب دې په ازل که خدای کلاه
څو یې مخ بنده لیدلی دا دعا کا
چې دایم اوسي قایم د زیب په ګاه
د خدمت تجویز یې زه په نورو نه کړم
مګر لور وي د قیصر د مستي داه
یو نظر اشنا راوښایه سپهره!
نور مې تن کړه برابر په خنس د راه
په روشنې ورځ به نمویه لوګي پټ شي
که زه وکړم د هجران له دُکه اه
هجري څو به ستا د تن قصر ولاړ وي
هجران وسو په اتش د زړه خرګاه