

اشرف خان هجري
زه به څرنګ برخوردار شمه له بخته
چې په شا وینم اشنا راته یک لخته
ډېر خرید مې د یارۍ په دوکان وکړو
ولې سود یې هیڅ ولاړ نه شه له رخته
ما به باغ د وصال نه کوت که خبر وي
چې یې ګل د هجران خیژي له درخته
لکه پرې کا هجر زړه د پردیسیانو
هسې غوڅ نه کا چورنګ توره اهخته
د عشق شاه مې د خاطر ولایت خپل کړو
اوس د رخت تړي د کوچ صبر د وخته
په سریر د حسن هومره دماغ مه کړه
ډېرې لاړې په ارمان له دغه تخته
څو دارو راځي له وصل ګوره څه شي
په هجري شوه بیماري د هجر سخته