

اشرف خان هجري
لکه ماته شوه درازه د احزان شپه
و هیچا ته پېښه مه شه هسې شان شپه
زړه اخر به نهایت شي همت لوی کړه
که لیده په سترګو نشي د پایان شپه
که هر څو عالم په توره خېمه پټ کا
ولې بې سحره نه وه په جهان شپه
البته به لمر د وصل جلوه ګر شي
په چا کله پاینده وي د هجران شپه
هغه ورځ چې د خوشۍ وه پاتو نشوه
تل به هم قایمه نه وي د ارمان شپه
برایه مې د یار یاد په زړه غالب شه
نهایت مې کړه د دُرو په سیلان شپه
په احوال مې دلسوزي سپهر نه کا
تل روشنه کړم د چشمو په باران شپه
په خوږ زړه مې هسې کار کا لکه مالګه
چې رایاده کړم د وصل د زمان شپه
د رنځور له درده روغ کله خبر وي
چې په څه عذاب تیریږي په حیران شپه
په کومک به د بخت هله باور وکړم
که مې وشي یو ځل بیا په کوی د جان شپه
نن حیات څه حیات نه حیات هغه وه
چې به روڼه شوه د روه په ګلستان شپه
ښادي څوک په وسیله د اندوه مومي
په ناحق دایم په غم کړمه ګذران شپه
بېهوده حرص باطل مګر نصیب وي
چې موجوده شي د ګلو په دامان شپه
د هجران له تاوه اه که هجري وکا
تور لوګی به یې کا تل په هندوستان شپه