

اشرف خان هجري
جګي جګي یو ځل بیا راشه اقباله
رامعلوم شه قدر ستا پس له زواله
چا چې ستا په دور لاف د یک رنګۍ کړه
نن منکر دی له هغه واړه مقاله
ستا په منډ په منډه ټول راڅخه لاړه
هیڅ اشنا اشنايي ونکړه تر کاله
هغه لاف و کاف چې تل کوه یارانو
یو قرار یې یې خالي نه وه طیتاله
چې سوګند به یې له مینې تل په ما کړو
اوس صلاح راسره نه کا بې قتاله
التفات یې څه خو بیا په لوري وکړه
چې لا ګرم شي یاران تر هغه حاله
ما امید د یارۍ ډېر کړو له یارانو
ولې نه وه د هیڅ یار یاري بې ماله
هرګز مه غواړه وفا له زمانیو
دا وینا ده تر محالو لا محاله
که وفا غواړې له خلقه اول ورشه
په غوښتلو کړه پیدا د بازو جاله
څو امید د وفا پرې نکړي له خلقه
امان نشته دی د فکر له جنجاله
فرزندان یې همه مور غوندې کاذب دي
محفوظ نه لري یو دوی له انتقاله
هجري لوری د قرار په جهان نشته
عرض و طول یې واړه ډک دي له کشاله