...

اشرف خان هجري

هیڅ خبر نه یم له خپله سرنوشته

چې مې چار په ازل نیکه ده که زشته

ډېر جدل ازل بدل نه که واعظه

په ناحق مې امتناع کړې له کنشته

بوالبشر چې یې رب خاوره له اوله

چهل صبا چې د قدرت په لاس اغشته

هر نهان علم چې وه پرې یې خبر کړو

قضا بیا ولې خارج کړو له بهشته

هر ملوک چې پوخ محل په هوس جوړ کړو

د ګردون دور اخر که خښته خشته

چې یې ناز په دولت کړو همه بې عذره

مرګ جدا کړل د اطلسو له بالشته

په ارمان حیاتي کا څو مسافر شي

هر پسر چې مور پیدا که په دا دشته

په دوران د جفا تخم دی کرلی

د وفا خوشه یې مه غواړه له کشته

نور همه رنځونه سهل دي هجري ته

هجره ته په جهان مه وې بد سرشته