

اشرف خان هجري
ما وې زړه د شباب وار مثال په څه وه
وې یې لاړ په یوه مخ د سیل اوبه وه
نور به رانشي هرګز امید یې مه کړه
شیرین عمر د هوس که هر څو ښه وه
د وصال د خوښۍ دور هسې تېر شه
وایي ناز په هغه مخ د خوب لیده وه
ژاړه ژاړه زړه د وصل دور ژاړه
چې یې نه د عمر سور نه یې اوږده وه
ما چې وار د هجر ولید باور وکړه
نه یې حد د طول پیدا نه د ساره وه
د زړه کور مې هسې هجر د یار وسو
ما وې اور د بډامي په وچ واښه وه
هغه یار که په ملک غواړم نه یې مومم
چې مجلس یې با مزه تر هر خواږه وه
ځنې هسې ملوکان موت تراب کړل
چې بدن یې همه سپین لکه شوده وه
ښایسته عمر هغه نوبت یې تېر شه
هر نفس چې یې هوس د لوی واده وه
عیش نشته په دنیا همه ارمان دی
بنده نن په حال خبر اول ویده وه
ما ګاڼه نهال د عمر چې محکم دی
که مې ځير نظر پرې وکړو په خاته وه
هر ساعت چې په هجري د دور پېښ شه
ګړندی د باد په مخ لکه اوره وه