

اشرف خان هجري
چې صبا پرې حمله وکړه زما سخ شه
برهنه یې له نقابه راته مخ شه
هم یې زلفې په ښه مخ باندې خورې شوې
هم پیدا په ښه روش چاه د زنخ شه
زړه په څو د عشق له سیله کناره کړم
چې د لوی دریاب په مخکې لکه لخ شه
په خندا خندا نن یار ویل زما یې
په رقیب همه توده اور د دوزخ شه
پرون قهر خسرو کړ چې مینه مه کړه
نن مې منع غماز کاندي راته سخ شه
ما د شیر په غوغا شا نکړه و یار ته
پاتې نن د هسې تور پیشو په پخ شه
هجري ډېر شکر کوه په تا لازم دي
چې غماز یې لکه سپی له دره چخ شه