

اشرف خان هجري
چې نسیم یې شم د زلفو په صعود کا
په هدیه یې هر پسر د باغ مسعود کا
په دا بوی چې یې غنچه شي معطره
ټوله خوله سره کشاده په درُود کا
ربه لار یې په ریاض کړه برابره
چې هر ګل یې له عذارو لون سود کا
هغه دم چې قدم کیږدي په ریاض کې
په خدمت یې خیار وا منګل زود کا
د سروو په جنبش هسې ګمانی یم
چې د قد سیالی یې نه لري سجود کا
مرتبه د حسن تیره تر لیلا ده
مجنون ځکه سرنګون ورته سجود کا
په لیده یې د عذارو زړه لمبه شي
لاندې باندې ځیګر شین خال کبود کا
تور زنځیر چې ولودل کا په هر لوري
ګویا جنګ لره په دا د زنګ جنود کا
همسري که یې آهو کا له رفتاره
په ناوک به یې زخمي نازک وجود کا
بیا په شینِ شینِ ځي سنګار یې وکه
مړه غمونه به هر چا وته موجود کا
سم کتل یې زیبا مخ ته سهل نه دی
د هستۍ له بوده لرې تار و بود کا
کوم بشر یې حسن ولیده په سترګو
چې یې نه پزکا یاد نوم د معبود کا
د زلفینو ول یې وا که شانه کاندي
اوس به مخ د زمکې واړه لکه عود کا
زړونه هسې په نګاه له تنه یوسي
لکه تن د کهربا چې کاه ربود کا
خوار عاشق یې په لمبه د هجر وسو
لا به کله ورښکاره مخ د بهبود کا
مهرګان په هغه زمکه نوبهار شي
هر طرف چې یې د ناز حبش ورود کا
محتسب قاضي کدام خبر دې واخلي
په سني شیدا یې جور تور هنود کا
خاصیت یې د زړه سنګ نرم به نشي
که عاشق د وره غبار د اه په دود کا
سور سالو به یې څوک لرې کا له مخه
مګر بادِ مباهي به دا مقصود کا
د سپند غوندې یې تن په اور لوګی شه
که یې بد نظر و مخ و ته حسود کا
چې یې نن هجر د یار په هجري کاندي
نه یې ګبر په مسلم نه یې جهود کا