

اشرف خان هجري
د چمن اولاده عید مو مبارک شه
دا عشرت مو یو په زره بلکې لک شه
رنګارنګ لباس مو واغوست له حمله
ترې فدا د بلبلانو مردمک شه
د زوال خزان که بیا په ریاض راشي
توی په زمکه نحس ستوری د فلک شه
د هزار حسن زړه لوټ د هزار نه کا
په مدد ګلابه ته شتاب کومک شه
هر چې نن د باغ په سیر تغافل کا
د غم لاس لکه چوګان زړه یې پټک شه
ګریه ته چې د طوطا په ځای ښېوه کړې
په سینه دې برابر غیبي ټوپک شه
غماز یار لره روان زما په قصد شه
مخامخ یې په فال بدمرغه شیرک شه
رقیب تل په ښو مئینو حسد کاندي
په ځيګر یې د بلا ناوکۍ لک شه
دا وینا په سرود بیا وایه مطربه
چې تر نام د یار فدا هجري خټک شه