SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

بد اختر به نېک اختر نه شي هرګز

غزل

بد اختر به نېک اختر نه شي هرګز

مرغ چوچه به درګوهر نه شي هرګز

که مکان يې په اسمان دی غزا وشوه

ستاره به شمس و قمر نه شي هرګز

که يې اصل له يوې ځمکې وي څه شو

بېد به سر و صنوبر نه شي هرګز

که همه عمر باران ورباندې ووري

خس به ګل د پېغمبر نه شي هرګز

له نا اهلو د وفا طمع ومه کړه

ګنده نل به نېشکر نه شي هرګز

که تور غر له ځايه خوزي وبه خوزي

ولې نور به مقدر نه شي هرګز

د رحمان په باب چې وشوه هغه وشوه

مکرر به دا دفتر نه شي هرګز