...

اشرف خان هجري

هغه زوی د نیسان راغله چمن ته

چې بلبلو یې بلا کړه و دیدن ته

لکه وړکی د اختر رنګینه پوش دی

د باور په سترګو ګوره و ګلشن ته

د عشق غم یې نتیجه ځنې حاصل کړه

کاش بلبل کتلي نه وی د ګل تن ته

که په خار د هجر غوڅ شه سزاوار دی

عندلیب چې لاس کاوه د ګل دامن ته

د مراد خوشي بلبل سر کړی نه وي

چې خزان یې اتش پریباسي خرمن ته

پس له کاله یو ګذر په ریاض کاندي 

بلبل ځکه تل په ځير ګوري سوسن ته

زنبث رخت د سفر جوړ که روانیږي

وافر عرض د بد وکړو یاسمن ته

شیرین عمر به بلبل په مرګ بدل کا

که د ګل ورق یې څوک راوړي کفن ته

عندلیب د عشق په کار تر قطب تېر دی

پېغور ځکه په دا فن کاندي کوه کن ته

د مراد نسیم کجا بېړۍ لاهو شوه

ګوندې ورسي خټک د یار وطن ته

هغه دم بلبل په اور د هجر داغ شه

چې پرې نه وته وفا د ګلو من ته

د هجري د زړه غنچه په خندا ګل شي

چې قاصد له روهه راشي دکن ته