...

اشرف خان هجري

د حسرت په اور مې ډک همه ګوګل شه

په لمبه کې یې کباب خرګاه د دل شه

ما د راز فکرونه کړل په ډاډ د عمر

که مې مخ په ائینه کړو موسم بل شه

لمر د عمر سم له شرقه ظاهر نه وه

بیا د غره په سر ولاړ په ډوبېدل شه

د شباب سبزه پرون همه تازه وه

د پيرۍ خزان یې نن په رېژول شه

د ځوانۍ حسن ښار به تاراج کا

چې لښکر یې د زړوالي په نتل شه

د فنا خزان بریتونه ورته مږي

چې زرغون د زمانې په ریاض ګل شه

د مراد امید پرون وه حاصل نه شه

نن به څه طمعه کوم کاروان په لښل شه

توجه مې پرکار نه کا تل ویده وي

دا زوی مړی بخت بنګي که اهل مل شه

باد سلام راکړو د یار خروس د عیش

پر د زړه په سر وهي په بانګ ویل شه

صبره کله به کاکل د مراد دور کړې

د رجاء دیوار کهنه په نړېدل شه

نور به څه اوږده ارزو کوې خټکه!

د خپل عمر نهال ګوره په ختل شه

سپیدی عین کمال پسې زوال دی

هجري عمر وداع کا په جار وتل شه