

اشرف خان هجري
هر نفس اورم په غوږو د مرګ غاو
د اُخری په لار دایم دی چلچلاو
چې د چا په تن نازل شي فرصت نه کا
یو نفس چې رخصت غواړي د پایاؤ
لکه راغله له عدمه هسې لاړل
یو زنده په دا فاني نه شه ټیکاؤ
که همه جهان پره کړې څوک به نه وي
چې داغ نه دی د مرګي د اور په تاؤ
ځای د دم وهلو نه په هغه لفظ
چې الف او یاء ورستی په سر یې واو
کتاب وایي مسافر یې توښه اخله
ته منصب غواړې دلې قاب دې پلاو
چا ته وايي متقي ولې داز کړې
چه دې جوړ شي په حرامو د لاس داو
دا ویل چې ظاهر کړه کمی به نه وه
ه د دوی وینا و زړه ته وي هراؤ
د پندار غرور د وزن د ځان غر کا
په میزان د عقل سپک یې لا تر پاؤ
بېهوده فخر رها فکر د ځان کړه
چې وریت نشي په لمبو کې د آلاؤ
د خرقې صاحب په وقت دې موت ښه دی
تر هغه چې یې میراث شي اسپ و ګا،
هرګز مه وایه عبث خبره کښه شي
حساب کا په مخ که ډېر دې ګنج و ګاؤ
دا غزل په ښلو یک حرف عدد کړه
د هر یو بیت مصرعه یې ده جړاؤ
هجري مخ د هغو تور چې په یارۍ کې
همېش کسی په نظر سیوری په تاؤ