

اشرف خان هجري
چې لرت مې هویدا شه د خبرو
شکري دوکان تاله که د شکرو
جوهري مې نظم ولیده ژړل یې
وې یې کم یې کړو قیمت د ملغلرو
ګوی به اخذ د معنو کا له بلبله
که صلصل مې غزل وایي په سندرو
عنادل که مې ویل په غوږو واورئ
ګویايي به تر لک ورولي د زرو
سخنور په مزه پوی زما د شعر
نه چې مغر یې بقر مومي بې شکرو
د لال قدر جوهري ته هویدا دی
ماهیت د زرو غواړه له زرګرو
در د علم کشاده په فاضلانو
که د کتاب مسئله څه زده بزرګرو
که نیوش د خټک شعر کا دلبرې
دُر به واړه پرې فدا کا د بیسرو
کلمه مې د غزل ترې ثمینه ده
که لالونه زر توده وي په کچرو
دوره څو به د ستم ناوکۍ ولې
د هجري صبر سختي لري تر زغرو