...

اشرف خان هجري

زړه مې تل په هغه مخ پسې فغان کا

چې ضیا یې چراغ ګل په یوه آن کا

د جګر په تاو مې سترګې شوې لعلونه

تر سرو لعلو مرغلرې دې باران کا

لطایف یې چې په خایل کې تصور کړم

بې درنګه د ارزو اوبه دهان کا

نازکي یې د تن څه سره مخی کړم

بې وقاره ګل ورق مهین کتان کا

د عاشق پنجې شانه دي غم به نه وي

چې کاکل یې په څو رنګه پریشان کا

له قامته یې قیامت هلته نازل شي

په جبین چې ټیکه جوړه په خوله پان کا

کله سیل لره ځي چې زیور غواړي

عاشقان تالا کوي نوی سامان کا

په دوو چشمو مې شیرینه تر لیلا ده

خو په زړه مې خرابي لکه لیوان کا

پس په ناز رفتار کوي د جنڼیو کنډ

که زه مرم دلبره څه له ګنډ زیان کا

دواړه شونډې یې نبات اننګي سیب دی

د عشاقو زړونه ټول په دغه خوان کا

لمر مثال یې راخورې کا تورې زلفې

په هر خم کې یې بې عذره بندیوان کا

دُر فروشو کره کور په کور ژړا شي

چې ګویا ټیکه خندان د زبان کا

عشق مې ښار د زړه هسې ویرانه کړ

لکه خوږ په ژړا تور د خط روان کا

جواهر به د مغلو نه سیند یوسي!

چې فلک یې روهي وار په غم سوهان کا