

اشرف خان هجري
زیب یې هسې زړونه غوڅ کا د سړیو
اب له ده ګویا اغستی دی مصریو
له دو لبو یې لذت خبرې واخلي
ځکه سوړ کا نرخ په هند کې د مصریو
مخ یې هم په تماچه د صبا سور شي
دا اودی که یې تقلید کا د غوټیو
ما چې زیب د مستې شاه مشاهده کړ
نور د حسن لافې مه کاڼۍ راڼیو
د زینت رتبه یې ختمه په صورت شوه
تش ګونګس دی په دنیا د ښاپیریو
بې درباره یې پایاو زما غلط دی
حیات کله وي بې سینده د ماهیو
په خوبۍ د حسن هومره دماغي ده
چې زیور یې واړه مات کړه د موتیو
زه یې ځکه تل د در په خاورو پروت یم
چې پرې خوښ یم د اطلسو تر نهالیو
په هجري به غم دا هومره شندي نکړي
که اواز ګهې راتلی د یار د سپیو