

اشرف خان هجري
برایه غمان راغلي د هجران وو
د لښکرو حد یې نه وه بې پایان وو
هیڅ صرفه یې د تاراج رعایت نکړه
د زړه شهر یې خراب که ظالمان وو
د اه غشی مې ویشته په قوس د صبر
ولې زخم یې پرې نکړو پټ سپاهیان وو
څو مې کړې وه خوشي د یار په وصل
راتعین د هغه عیش په تاوان وو
هیڅ طرف یې له انبوهه خالي نه وه
هم په زمکه ګرځېدل هم په اسمان وو
د فاني دنیا کارونه سرسري دي
شکر شکر چې تل نه خو یو زمان وو
زهره ګوره په لرزه چې په دیره شي
که مې سر د خوبه پورته کړو روان وو
څو دورونه خټک ولیدل په سترګو
د استاد وفا یې نکړه ګذران وو
هجري واړه په ارمان له دنیا لاړه
بادشاهان د مملکت چې په جهان وو