...

اشرف خان هجري

مقیشي څادر یې واغوست په جالیو

ارګجه یې پاس طلا کړه په چولیو

تماشې لره را درومۍ عاشقانو

هر څوک درد د عشق اخلي په جولیو

په یاقوت یې همه روه ته و بالا کړ

اوس به ملک د هند اخلي په لالیو

د قیامت ساعت نازل په زمانه کا

هغه دم چې یې ژړا نګاشي د والیو

سر تر پایه لکه بدر همه نور ده

هیڅ مکان یې خالي نه دی تر تلیو

ما چې ملا د مستې شاه مشاهده کړه

ځان ته مه وایئ نرۍ د ګل کلیو

که یو ځل یې مخاطب کا څه عجب دی

که ګویا شي تصویرونه د قالیو

د څړۍ وېښته یې کوز دي تر پنډیو

لاس په لاس یې پسې واڼۍ سهیلیو

چې یې حسن ته نظر په بد کاته کا

سر یې ږدنو غوندې مات شه په مولیو

زه هجري یې عیش کړم د در په خاورو

راته مه کاڼۍ څوک ست د نهالیو