

اشرف خان هجري
ترې فنا چې د دین کار کاڼی د وروستو
په اخلاص کې دا خصلت وینم د سستو
د صبا فکر مو ولې له زړه دور کړ
اې د دین په کار مټه دنیا ته چستو
په عمل د نیکو مخ کړه عیب یې نشته
که پوشاک مو همه زر وي د اغستو
د طلب زمان هم دا دی بیا به نشي
که لِنګی مو دواړه غوڅ نه دی د چستو
پیروي د نبي کړه که جنت غواړې
بله لار په جهان مه ګڼه د ورستو
د غفلت له خوبه پاڅئ عمر تېر شه
په بقا د لا بقا چارو بدمستو
مرګ رخصت د فرصت نه کا توښه کاڼۍ
اې په مهر د فاني دنیا پابستو
د اسلام دامن هجري په رضا ونیو
لاس یې نه دی په دوه داره د کستو