

اشرف خان هجري
بیا یې تاو ورکه په قصد د زلفو څړګو
د رنجو ښایست یې هم ورکړلو سترګو
په کوڅه یې د عشق هسې خلق ټول شه
چې تمیز د خوردو نشي له بزرګو
د عشق جیش یې نازل زما په زړه شه
صبره تښته چیرې ټل ګوره د غُړګو
تورې سترګې یې څه سحر کا حیران یم
چې ګیدړ کا په نظر شیران د درګو
سربازان که د عشق لاف کوي پرې ښایي
ستاسو څه غرض په دا د شهر چرګو
یار دایم هجري ته مخ په شا به نشي
که له غمه واړه ومري غماز ګرګو