...

میرزا حنان بارکزی

هر قاصد چې د مقصود په لوري يون کا

رسي مل به دنيم ګړې لارې ستون کا

او تو ښه دې د پرهېز ورسره واخلي

ترو هادي دې ددې لارې رهنمون کا

او د کفر د تيرو دې را روان شي

د زړه رخت دې د اسلام وته بېرون کا

ثابتي به یې و ژبې و ته وشي

چې کلام به له معنی سره موزون کا

طريقت لره به ورشي پخپله

چې پينځه غلګي پينځه ځايه زبون کا

له ګناه وي صورت په طاعت وينځي

چې خير نه جامه سپينه په صابون کا

هره ورځ دې عدالت کاندي د ښهر

او په شپه دې په غلګو شواخون کا

تزکيه چې یې حاصله د صورت شي

ترو دې غېرې اندېښنې له زړه للون کا

دا مجاز به یې بدل په حقيقت شي

چې دايم يوازې يو باندې زرغون کا

مرکب دې د نفي اثبات کا ذکر

د مادم دې نوشانوش دغه معجون کا

په نفي، نفي نفي اثبات اثبات شي

ميحاپه مرده هسې رنګ افسون کا

له هغو جاهلو څه وايم عالمه

چې د نن چاره به ګانده په پرون کا

تصفيه به یې د زړه شينه حاصله

چې چراغ پرې باندې بل د خپل ژوندون کا

د عارف نظر له قانه دی تر قافه

په محيط درياب به ګډ دغه جېحون کا

عجب زېب د معرفت د زړه په سترګو

چې بې مثله ننداره ددې بېچون کا

زور ورله شش جهته منزه دی

د بېچون تعريف به څه رنګه چګون کا

د ېلی د ساد ګۍ نهايت نشته

د ښایست صفت به یې څه رنګه مجنون کا

سامعان یې د رموز په معنی پوه شو

چې اشياء د حق ثناپه خپل قانون کا

کم دليل عالم یې نه آوري له لرې

د خپل راز خبرې واړه په مقرون کا

تر دغې ښادۍ به زياته ښاري څه وي

چې قريب یې اراره د پېوستون کا

د صورت خودي دې لرې کا يکباره

په معنی ته له معنی سره ګډون کا

تجلی به د وحدت ور باندې وشي

چې له هسې بنده د خلاص دغه مرهون کا

دا يقين به یې دېوال د عمارت شي

په اخلاص به یې بلند لکه ستون کا

د جهان راخت به واړه پرې تمام شي

چې قرار په قرارۍ باندې سکون کا

که نور نور عالم هوس کالونه لونه

مسکينان به په دا خپل صفت محنون کا

ښه صورت د عبادت د پاره روغ دی

او د اروح دې تل رضا کن فيکون کا