

میرزا حنان بارکزی
چې کامل محبت
ورشي تر قلوبه
په محب کې
خپله مينه شي محبوبه
پر وړومیي
اثر اختيار ورڅخه يوسي
چې د عشق په
زور یې پوه شي مغلوبه
ترو پخپله
مدعایې ګرڅوينه
هر راکب چې
قوت رانيو له مرکوبه
د عذاب اور
راحت تر پوهې تېر شي
ترو طاعت
ګناه ساقط شي له مجذوبه
هېڅ له ځانه
خبر نه دي او غېب وایي
له هر صوت
سره سماع کابې اسلوبه
بېګانه و
خپله طمع ځنې پرې کړه
د هنر پوښتنه
څوک کاله معيوبه
ديوانه عېب
پرېشان که هنر جمع
خلقه دلې
بينا هورې محبوبه
حاسدان ان بې
له حده ليدی نشي
د يوسف له
قدره چا زده بې يعقوبه
اصل اصل خوي
په خوي سره ګډيږي
د هر قام
مناسبت شي له منسوبه
صفات هېڅ کله
له ذاته نه بيليږي
ځای پر ځای
حکم درب دی له مربوبه
په هر څه کې
آياتونه د مولا دي
د مېرزا وته
جلوه کابې مکتوبه
چې په شپه په
کوڅه بې تقريبه
ته د کورله
غله هتيات اوسه نقيبه
ددنيا په
جنجال څه خوبد نما يې
ښه د ديدن
خبره روه کړه له خطيبه
يو زمان د
يارله غافل مه شه
تل په فکر
خاطر ژغوره له رقيبه
اوپه پته په
زارۍ یې ثنا وايه
په حرمت یط
حاضر اوسه له اديبه
و حضور وته
په کوم عقل تاره کړې
چې تر ميان
دې نه بسوه شته نه حريبه
د نحن اقرب
اليه درته وایي
دی تر ځان و
ځان اقرب ګڼه قريبه
په حيات صورت
شمېری په مرده یې
ته نادان له
دانايۍ يې بې نصيبه
دم په دم له
خپله ذاته لرې وځي
په وطن کې
آشنا نه مومې غريبه
ته اول د
محبت په نغوته راغلې
اوس دې محبت
حجاب شوله حبيبه
محبوبه له
ياره رازپه تنهايۍ کا
دوه رخه علاج
دې نشته بې طبيبه
په حيات د
طبيبانو نو طلب وکړه
چې خبر دي د
داروو له ترکيبه
يو په يو یې
له مزابه خبر دارشو
د خوراک
فايده یې نشته بې ترتيبه
هر قدم د
کاملانو په قدم ږده
د رښتني وېنا
مه ګڼه تکذهيبه
که رښتيا د
ګل په مينه يګانه يې
د مېرزا په
اواز ويښ شه عذابه