...

میرزا حنان بارکزی

دی کريم دی چې کرم کا

واړه منع بې قلم کا

يو لوی حکمت یې دادی

چې کونېن یې له عدم کا

نعمتونه شي له زمکې

له آسمانه بهانه نم کا

له لذته محبت شي

په شهوت یې متهم کا

په پدر کې ناقرار شي

پسو خوښ د مور رحم کا

ځنې غوښې ځنې هډ شي

په قدرت یې ځبله سم کا

لکه امو د خدای وشي

دی ناګاه ژوندی په دم کا

شير له غېبه ورکوينه

پخپل ځای کې یې خرم کا

بل مکان پرې ناپديد دی

چې روزګار په دا تورتم کا

چې وعده یې ورسيږي

ترو منزل به دا عالم کا

که شير خور وي اتام خور شي

آخر زده لاو نعم کا

چې د خدای رحم پرې وشي

حکم دار یې د حشم کا

دی پېشوا شي په امت کې

پر ميراث یې د آدم کا

د بادشاه عبادت عدل

او مردود ظلم و تهم کا

او طاعت یې ناروا دی

چې ناحق په چا ستم کا

او ښه خوي د مومنانو

په بد خوي شېره لړم کا

چې او صاف یې ذميمه شي

پر ايمان دې اوس ماتم کا

استعدار یې دورخه دی

بېهوده رنج والم کا

عاقلان کسان دغه دي

په دنيا کې ددين غم کا

حاکمي د مولا خوي دی

که پر ځان یې مسلم کا

حق بادشاه د کل جهان دی

کړی قول به خپل محکم کا

لکه وقت د حشرګاه شي

ورڅرګند به خپل رقم کا

بې عمله نعمت نشته

نه به څوک په ده کرم کا

نه ذره پر عمل کښيږي دي

نه شقال له بده کم کا

ښه بادشاه دی ښه یې عدل

د هر چا تفحص سم کا

ای مېرزا ثنا یې تل کړه

چې رفين په دا قدم کا