

اشرف خان هجري
د ګلونو تصویر ستا په تن بویا کا
روشنی یې د مخ لال طوطا ګویا کا
که آرایش د حسن وکا درته ګورې
په دیوال صورت به هم د ځان جویا کا
دبدبه د لمر باطله هغه دم شي
چې څرګنده تر برقې د مخ ضیا کا
د زینت پایه یې چیرته ده بلنده
چې کینه یې ماه و مهر ثریا کا
د شکر د جوریا کوم وایې لایې لولې
سړې تودې سره پرېوتې خبر بیا کا
په ستم عاشقان وژني روهیله یې
چې پړونی د سالو قمیص ډنډیا کا
په تارک باندې کاږه ګلونه کیږدی
ودانۍ د زړه په تش دیدن بیدیا کا
د ګردون خاصیت کله ښه منصف شي
که یاران جدا کوي بیا یې ملیا کا
د افګار خټک په زړه به ملهم کیږدي
که په خوب کې ورښکاره خپله رویا کا
په تاثیر یې د نظر روهي حیران دی
چې بې اوره صورت څرنګه جلیا کا